ایکنا نیوز د عربستان د واس خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د عربستان د الاحساء والي سعود بن طلال بن بندر د الاحساء ولایت د تاریخي سندونو او خطي نسخو لومړنی نندارتون پرانیست.
دغه نندارتون داسې ډیر اسلامی تاریخي سندونه او خطي نسخې لري چې چې د ۳۰مرکزونو له خوا غونډ کړئ شوي دي او تفسیر،حدیث ،فقې،طب ،نجوم او تاریخ په زمینې کې د نارو او کم موندونکو خطي نسخو یوه ټولګه برابروي.
په دغه نندارتون کې د قرآن کریم هغه نسخې نندارې ته وړاندې شوي چې په سرو زرو لیکل شوي او د کجورو یا خرما د وَنو پر پاڼو لیکل شوي او په زړه پورې پوښونه لري.
د الاحساء ترټولو پخوانی تاریخي سند ددغه ولایت د الفتاح جومات له تاریخ سره اړونده دی چې په ۹۶۲هجری قمری کال کې په څلورمیټر اوږدوالي سره لیکل شوی دی .یوه بله تاریخي نسخه په الاحساء کې د ورژو د کرهڼې په باب ده او له پنځه سوه کلن تاریخ لري،هم په دغه نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې ده .
د عربستان د تاریخ د ټولنې مشر سامي بن سعد ددغه نمایشګاه د لیدو په وخت په یولړ څرګندونو کې ووئيل، الاحساء ولایت له اصلي تاریخه برخمن دی او د دغه شان پیښو په ترسره کولو کې ددغې ټولنې ګډون د هیواد دملی هویّت او تاریخي میراث د ساتنې دخدمت لپاره ترسره کیږي.
ددغه نندارتون په څنډې کې د الاحساء ځیني تاریخي سندونه او خطي نسخې د کتونکو نندارې ته د ویډیو له لارې معرفي کیږي.